د ځوانانو لپاره خپلواکه مشوره او مرسته. موږ د هغه ځوان کډوالو، مهاجرینو او پناه غوښتونکو سره همکاري کوو چې په انګلستان کې پرته له خپلې کورنۍ ژوند کوي. که تاسې ځوان کس یاست (تر 25 کالو پورې عمر لرئ) او د ټولنیز خدمتونو څخه مرسته ترلاسه کوئ، نو موږ درسره مرسته کولی شو.
- موږ به تاسې ته ستاسې د حقونو او امتیازونو په هکله معلومات درکوو.
- موږ به دا یقیني کوو چې ستاسې ټولنیز کارکوونکی/کارکوونکي، شخصي مشاور/مشاوره او نور مسلکي کسان ستاسې خبرې ته غوږ ږدي.
- که تاسې ناخوښ یاست، موږ به درسره مرسته کوو چې د خپلې ناخوښۍ په هکله خپل نظر وړاندې کړئ او شکایت وکړئ.
موږ ته وړیا په 5792 800 0808 زنګ ووهئ او موږ به کولای شو چې ستاسې سره په پښتو خبرې اترې وکړو.
تاسې زموږ سره په لاندې لارو هم تماس نیولی شئ:
ټېکسټ: 670369 07758 (8-12 في ټېکسټ)
وټس اېپ: 670369 07758 (16 کلن او زیات)
اي مېل: help@coramvoice.org.uk
زموږ د خدمت وختونه دا دي: د دوشنبې نه تر جمعې د ورځو پورې سهار 9.30 بجې- ماښام 6 بجې او د شنبې په ورځ سهار 10 بجې – مازیګر 4 بجې.